غزل


خلک نه غواړي چې ښکلي پرېشان شي
بس له ورايه ورته وګوري؛ روان شي

دا چې هره ورځ ورکيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تاوان شي

تا که وخندل هغه وخت به سپرلی شي
ما که وژړل هغه دم به باران شي

د دروېش خاورين وجود به هم سره زر شي
که دې شونډو ته نږدې لکه پېزوان شي


درویش درانی

 


  • 19 وږی 1399